د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د آغاخان بنسټ له نماینده سره د روغتیایي خدماتو په اړه خبرې کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د آغاخان بنسټ له نماینده سره د روغتیایي خدماتو په اړه خبرې کړي.
28 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست نن ورځ د آغاخان بنسټ له نماینده او اړونده مسؤلینو سره کتلي.
خبر زیاتوي چې د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د اغا خان بنسټ له نماينده اکبر پسناني او اړونده ادارې له مسؤولینو سره د روغتيايي خدماتو د معياري کولو او لا امکاناتو برابرولو په اړه ناسته تر سره کړه.
اړوند موضوعات
یاده ناسته کې د روغتيايي خدماتو په اړه د ياد بنسټ مسؤولینو ته ځينې سپارښتې وشوې او هغوی هم د لا امکاناتو برابرولو ژمنه وکړه.






