د عامې روغتیا وزیر نن نړیوال سازمانونو او نورو خارجي مؤسساتو له مسؤلینو سره پر وروستیو پریکړو خبرې اترې کړي.

د عامې روغتیا وزیر نن نړیوال سازمانونو او نورو خارجي مؤسساتو له مسؤلینو سره پر وروستیو پریکړو خبرې اترې کړي.
27 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په یوه ټویټ کې تازه ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیا د نړېوال سازمان، یونېسف، یوناما، اوچا او د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق له استازو سره، په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او همغږۍ په پار خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې یوناما هم یوه ټویټ کې ویلي چې د دغه بنسټ د بشرپاله مرستو د همغږي کوونکي مرستیال د افغانستان د روغتیا له سرپرست سره لیدلي او د اسلامي امارت له خوا بهرنیو او کورنیو بنسټونو کې د ښځو د کار د پرېکړې د لغوه غوښتونکی شوي.
یوناما په دې باور ده چې دغه پرېکړه د افغانستان مېلیونونه زیانمن وګړي اغېزمنوي.
اړوند موضوعات
د عامې روغتیا وزیر د روغتیایي خدماتو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره کتلي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د برخې مرستیال د ښځو پر کار د بندیز په تړاو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست قلندر عباد سره په لیدنه کې د ښځو د کار بندیز د لغوه کېدو غوښتونکی شوی.
حماد






