د ننګرهار مرستیال والي د کوز کنړ ولسوالۍ قومي مخورو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

0
234

د ننګرهار مرستیال والي د کوز کنړ ولسوالۍ قومي مخورو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه کتلي.

27 دسمبر 2022

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولايت مرستیال مولوي محمد رباني ناصح سره د کوز کونړ ولسوالۍ شګې سيمې قومي مخورو وکتل.

 

په ناسته قومي مخورو وويل، چې د دوی په سيمه کې يو نيم زر جريبه ځمکه په قرارداد ورکول کيږي بايد د حقوقي اړخ له مخې دوی سره قرارداد وشي.

 

دوی وويل، چې دا ځمکه ګمبيري سيمه کې شتون لري چې موسمي سيلابونو له امله يې دوی زيانمن کيږي او د حقوقي اړخ له مخې يې د قرارداد مستحق ګرځي.

 

د ننګرهار ولايت مرستيال مولوي محمد رباني ناصح وويل، چې د غصب شويو ځمکو را ګرځولو او نوي غصب مخنيوي په موخه يو کميسيون جوړ شوی، چې تشکيل او واکونه هم ورکړل شوي دي او په قاطع ډول د غصب مخنيوی کوي.

 

نوموړي وويل، چې هيڅوک نه شي کولی امارتي ځمکې غصب کړي او سرغړونکو پر وړاندې يې د قانوني اجراتو خبر ورکړ.

 

هغه زیاته کړه، چې په ياده سيمه کې ځمکه په قرارداد نه ده ورکړل شوې؛ که قرارداد کيږي؛ نو د سيمې خلکو حقونو ته به په پاملرنې د اصولو له مخې قرارداد وشي.

 

یادو راغلو قومي مخورو وویل: که په دې ځمکه کومه ملي پروژه تطبيق شي په کې همکاري کوي؛ خو غوښتنه يې وکړه چې په ياده سيمه کې د غصب مخنيوی تر سره او د قرارداد حقوقي اړخ ته پاملرنه وشي.

اړوند موضوعات

د ننګرهار ولایت مرستیال والي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل.

د ولايت مرستيال يادو مخورو ته ډاډ ورکړ چې موضوع به د کرنې او غصب مخنيوي کميسيون رئيس سره د څېړنې او وروستيو اجراتو په موخه شریکه کړي.

Leave a reply