د ننګرهار ولایت مرستیال والي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل.

0
130

د ننګرهار ولایت مرستیال والي د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره ولیدل.

29 نومبر 2022

د ننګرهار ولایت مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي محمد رباني ناصح د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له پلاوي سره د داخلي بې ځایه شوو په اړه خبرې اترې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي: د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي محمد رباني ناصح او د کډوالو چارو وزارت پلاوي مشر مولوي سردار شيرزاد په دې ولايت کې داخلي بې ځايه شويو او راستنيدونکو کډوالو ځای پر ځای کولو او دوی ته په ګڼ شمېر برخو کې د اسانتياو رامنځته کولو په موخه تدابيري ناسته وکړه.

 

د کډوالو چارو وزارت پلاوي مشر مولوي سردار شیرزاد د دې وزارت اړوند کاري ساحو او په هغو کې د ولايت مقام د همکارۍ او ګډون په اړه خبرې وکړې او د خپل سفر د موخو او په ختيځ زون کې د مهاجرينو چارو مسئوولينو ته د دوه ورځني ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل.

 

مرستيال والي، پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ په ننګرهار ولايت کې د داخلي بې ځايه شويو او راستانه شوو مهاجرينو د ستونزو په اړه يادونه وکړه او د هغوي د حل په پار يې د مهاجرينو وزارت د ملاتړ او زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزارت هئیت د بلخ له والي سره د داخلي بې ځایه شوو کډوالو په اړه خبرې اترې وکړې.

وروسته د مهاجرينو وزارت د پروګرامونو ارشد مدير انجنير محمد اجمل د دوي لخوا ذکر شوو ستونزو د حل په اړه د بېلابېلو حل لارو او د ټولګټو پروژو د پلي کېدو په برخه کې د بېلابېلو شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د مهاجرينو وزارت د کلکې ژمنتيا په اړه يادونه وکړه او په ولايتي کچه د راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو ستونزو ته د رسېدنې په پار د ولايت مقام پر رول رڼا واچوله.

حماد

Leave a reply