ټولنیزې رسنۍ: د بغلان اندرابونو کې د بغاوتګرو د دوه مهمو قومندانانو په شمول ۲۴ تنه یې وژل شوي.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2022/12/20221227_120845.jpg)
ټولنیزې رسنۍ: د بغلان اندرابونو کې د بغاوتګرو د دوه مهمو قومندانانو په شمول ۲۴ تنه یې وژل شوي.
27 دسمبر 2022
د اسلامي امارت د ځایي سرچینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو له قوله د بغلان اندرابونو کې د بغاوتګرو د ډلې د دوه مهمو قومندانانو په شمول ۲۴ تنه نور یې د اسلامي امارت د ځواکونو په یو برید کې وژل شوي.
د بغاوتګرو د وژل شويو قومندانانو او غړو پخلی د یادې ډلې ویاند صبغت الله احمدي هم پخپل ټویټ کې کړی.
بل طرفته د یادې ډلی مشر احمد مسعود او نورو غړو د خیرمحمد اندرابي وژل کیدلو باندې خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ژر به یې بدله واخیستلای شي.
اړوند موضوعات
بغلان کې د ا.ا. د ځواکو او مقاومت تر منځ سخته جګړه؛ تر دیرشو زیات مقاومتیان وژل شوي دي
د یادې جګړې په اړه تر اوسه د اسلامي امارت چارواکو څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې هم بغلان اندرابونو کې زیات شمیر بغاوتګر د افغان ځواکونو له لورې وژل شوي.