بغلان کې د ا.ا. د ځواکو او مقاومت تر منځ سخته جګړه؛ تر دیرشو زیات مقاومتیان وژل شوي دي

0
103

بغلان کې د ا.ا. د ځواکو او مقاومت تر منځ سخته جګړه؛ تر دیرشو زیات مقاومتیان وژل شوي دي

سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې د ا.ا. ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. ویل کیږي چې د قومندان خیرمحمد خیرخواه جسد د بغلان په چوک کې ښودل شوی دی. د ا.ا. د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

(2022 / 12 / 27    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په بغلان ولایت کې د مقاومت د جبهې د جنګیالیو او د ا.ا. په مشرۍ د حکومت د ځواکونو ترمنځ د سختې نښتې په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه د مقاومت جبهې غړي وژل شوي دي.

د مقاومت د جبهې وياند صبغت الله احمدي هم د دغو نښتو پخلى وکړ او زياته يې کړه چې په دې جګړه کې په بغلان کې د مقاومت د جبهې قوماندان خيرمحمد خيرخواه له خپلو ملګرو سره ووژل شو.

دغه جګړه د يکشنبې په ورځ د جدې په درېيمه پيل شوه او د اندړو ولسوالۍ د پل حصار له سيمې څخه د تغانک په سيمه کې د مقاومت د جبهې د ځواکونو په پوستو د ا.ا. له خوا پراخ ځمکني او هوايي بريدونه ترسره شول.

اړوند موضوعات:

 د ا.ا. استخباراتو کاپیسا ولایت کې د مقاومت جبهې ۱۲ غړي نیولي دي 

Leave a reply