د کابل والي شیخ محمد قاسم تیره ورځ د پنځو ولایتونو د اهل تشیع له علماؤ او مسؤلینو سره ولیدل.
د کابل والي شیخ محمد قاسم تیره ورځ د پنځو ولایتونو د اهل تشیع له علماؤ او مسؤلینو سره ولیدل.
26 دسمبر 2022
دکابل ولایت مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد د پنځو ولایتونو داهل تشیع له علماؤ او مسؤلینو سره په ولایت مقام کې لیدنه ترسره کړه.
په یاده لیدنه کې راغلو مسؤلینو ځینې وړاندیزونه او ستونزې د یاد ولایت له والي سره شریکې کړې او زیاته یې کړه چې موږ ټول توکمونه داسلامي امارت غړي یو، په هره برخه کې د هیواد اتفاق او سوکالي ته ژمن یو.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د اهل تشیع د عالي کمیسیون له رهبري پلاوي سره وکتل.
د کابل والي شیخ محمد قاسم په خپله وینا کې ټولو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت په عمل کې وښوده چې هیڅ مذهبي، توکمي، ژبني او سمتي پاټکونو ته اعتبار نه ورکوي، بلکي یوازې تقوا او ملي یوالي ته اعتبار ورکوي ترڅو کړېدلي افغانان دسوکالي او ارام ساه واخلي.