د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د اهل تشیع د عالي کمیسیون له رهبري پلاوي سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د اهل تشیع د عالي کمیسیون له رهبري پلاوي سره وکتل.
21 دسمبر 2022
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان د اهل تشیع عالي کمېسیون له رهبري پلاوي سره وکتل.
محمد علي اخلاقي د نورو په استازولۍ د خبرو پرمهال وویل، د اسلامي نظام په ټینګښت دلته فساد ختم شوی، امنیت راغلی، تبعیض او تعصب نشته دی.
د ده په وینا ،دنیا غواړي چې د ټول ګډونه حکومت په پلمه دتېرې ادارې فاسدې څېرې چې ولس ته تجربه شوي او هیڅکله یې هم ولس نه غواړي، بیا حکومت ته راولي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د یاد کمېسیون رهبري او غړي له حکومت سره هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او اسلامي امارت یې ګډ نظام دی او هر افغان پکې د خدمت کولو حق لري.
نوموړي زیاته کړه، دا مهال د اهل تشیع په ګډون د ټولو قومونو استازي په حکومت کې په لوړه او ټیټه کچه خدمت کوي.
هغه وویل، په تأسف سره چې دښمنان هڅه کوي د افغانانو تر منځ تفرقه واچوي خو هیڅکله به بریالي نشي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ له شمیر سیاسیونو او قومي مخورو سره ولیدل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار وکړ چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دی او د خلکو مرستې ته اړتیا لري.