په پنجاب اسمبلۍ کې د مسلم ليګ (ن) مشز خليل طاهر سندهو وئيلي دي که د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي چوکۍ نه پريږدي نو د ارټيکل 245 لاندې پوځ او رينجرز د راغوښتلو اختيار لري

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب اسمبلۍ کې د مسلم ليګ (ن) مشز خليل طاهر سندهو وئيلي دي که د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي چوکۍ نه پريږدي نو د ارټيکل 245 لاندې پوځ او رينجرز راغوښتلو اختيار لري.
د پنجاب اسمبلۍ نه بهر ميډيا سره خبرو كښې خليل طاهر سندو ووئيل پنجاب اسمبلۍ كښې به تاريخ نه تکرارېږي٬ هغه اوویل چې دوی په دوست محمد مزاري باندی تشدد کولو سره د هغوی نیکي هیره کړه.
ده ووئيل ګورنر د صوبې آئيني مشر دے، كه د پنجاب وزيراعلي پروېز الهي دنده نه پرېږدي نو د 245مې مادې له مخې پوځ او رېنجرز راغوښتلو اختیار لري۔
هغه وويل فواد چوهدري د کمرې مخې ته يو څه خبرې کوي او يوازي بل څه.
خليل طاهر سندو دعوه کړې چې فواد چوهدري د مسلم ليګ نون ټکټ لپاره رابطه کوي.
هغه زياته کړه چې د پرويز الهي د وزيراعلي د جوړولو وخت تېر شو، نن د پنجاب وزيراعلي ته د باور رايې اخيستل پکار دي.