د پنجاب اسمبلۍ سپیکر سبطین خان د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان بدلولو لپاره صدر ډاکټر عارف علوي ته خط لیکلی دی.

باغی ټي وی رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپیکر سبطین خان د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان بدلولو لپاره صدر ډاکټر عارف علوي ته خط لیکلی دی.
صوبايي وزیر راجه بشارت وايي، د اساسي قانون د ۳مې مادې ۱۰۱ فرعي مادې له مخې ولسمشر ته د ګورنر کور ته د لېږلو واک دی. ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ سپيكر د ګورنر د بد چلند په ضد اولس مشر ته خط ليكلې دې چې په هغې كښې د پنجاب ګورنر د بدلولو غوښتنه شوې۔
ده ووئيل سپيكر په خط كښې د پنجاب د ګورنر غير آئيني عمل ته اشاره كړې او غوښتنه كړې چې د پنجاب ګورنر دې د غير آئيني كاروائي نه ډډه وكړي۔ياده دي وي چي تيرو څو ورځو کښي د پنجاب ګورنر وزيراعلي پرويز الهي نه د دسمبر په 21مه نيټه د اسمبلئ نه د اعتماد رايه اخستو غوښتنه کړي وه ولي د پنجاب اسمبلئ سپيکر د ګورنر دا هدايات غير آئيني بللي وو او نن ئي اجلاس رابللو نه ئي انکار کړي وو۔






