د اعتماد رايې نه اخستلو له وجې د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي خلاف اعلان جاري کولو لپاره قانوني سلا مشورې روانې دي

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د اعتماد رايې نه اخستلو له وجې د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي خلاف اعلان جاري کولو لپاره قانوني سلا مشورې روانې دي۔

دسرچينو ترمخه په گورنر هاوس کې صلاح مشورې روانې دي چې که وزيراعلي د باور رايه وانخلي نو دعملي پلان په اړه به غور کوي.

سرچينې زياته کړې چې په دې مشاورتي غونډه کې رانا ثناءالله، سعد رفيق، عطاء تارړ او طارق بشير چيمه موجود دي. د مسلم ليګ نون ذرائعو ترمخه عطا تارړ به نن شپه لس بجې يو پريس کانفرنس کښې د راتلونکي عمل پلان اعلان کړي۔

ياده دي وي چي تيرو څو ورځو کښي د پنجاب ګورنر وزيراعلي پرويز الهي نه د دسمبر په 21مه نيټه د اسمبلئ نه د اعتماد رايه اخستو غوښتنه کړي وه ولي د پنجاب اسمبلئ سپيکر د ګورنر دا هدايات غير آئيني بللي وو او نن ئي اجلاس رابللو نه ئي انکار کړي وو۔

په دې لړ کې دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دپنجاب دگورنر دنوى اعلان وروستو به چوهدري پرويز الاهي نن وزيراعلي نۀ وي.

Leave a reply