د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د بادغیس ولایت ښاروال سره د یاد ولایت په مشکلاتو غږیدلی.

0
191

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د بادغیس ولایت ښاروال سره د یاد ولایت په مشکلاتو غږیدلی.

26 دسمبر 2022

 

د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د بادغيس ولايت د مرکز قلعه نو ښاروال محترم مولوي نظام الدين وثیق سره وکتل.

 

مولوي نظام الدين وثیق د اقتصادي او اجتماعي وضعیت په ځانګړي ډول د بادغيس ولايت د مجاهدینو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د اشغال پر ضد د جهاد پر مهال د بادغيس ولايت د خلکو او مجاهدینو مېړانې او سرښندنو ته په پام اقتصادي ستونزې او د‌ معیاري سړکونو نشتوالی د دې ولايت عمده ستونزې په توګه کړې.

 

هغه د اسلامي امارت له مسوولينو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې د موجوده ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي، د بادغيس ولايت د خلکو او مجاهدینو قرباني او سرښندنې وستايلې.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ اداري کمیسون د کابل کمپنۍ کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه، افغانانو په ځانګړي ډول د بادغيس ولايت مجاهد ولس ته خدمت کول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او د اسلامي نظام مسوولين به د یادو ستونزو د حل په موخه خپلې ټولې هڅې وکړي.

Leave a reply