د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ اداري کمیسون د کابل کمپنۍ کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

0
160

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ اداري کمیسون د کابل کمپنۍ کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

23 دسمبر 2022

 

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غړو نن د کابل ښار کمپنۍ سيمه کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

 

د ارګ له لورې خپره شوې خبرپاڼه وایي: اداري کمېسيون د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس، د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ دې کمېسيون، چې د ياد کمېسيون غړو هر يو د رياست الوزرا لوړ مقام دفتر عمومي رئيس ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې مرستيال مولوي سيف الدين تائب او د وزارت عدلیې معين مولوي عبدالغني هم حضور درلود.

 

خبر زیاتوي: په ترمينلونو او د خصوصي شرکتونو د لويو لارو ترانسپورټي تمځايونو کې د نقليه وسايطو د مديريت، ترتيب او تنظيم په موخه د کابل ښار په کمپنۍ سيمه کې د لويديځ زون ترمينل څخه ليدنه وکړه.

 

د کابل پيما، نهر سراج بس، وردګ بابا، احمد شاه ابدالي او يو شمېر نورو ترانسپورټي شرکتونو استازو د چارو د نظارت، کاري ساحې، جوماتونو، د انتظار سالونونو او مسافرينو ته د اسانتياوو برابرولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د هیواد د طبي ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل.

د رياست الوزرا اداري مرستيال دغه راز د مسافرينو د حال احوال پوښتنه وکړه او په ترمينلونو او لويو لارو کې د هغوی ستونزې يې واورېدې او ژمنه يې وکړه چې د ترانسپورټي شرکتونو او مسافرينو ستونزو ته به رسیدګي وشي.

Leave a reply