د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د هیواد د طبي ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل.

0
99

د ریاست الوزراء اداري مرستیال نن ورځ د هیواد د طبي ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل.

20 دسمبر 2022

 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د هیواد د طبي ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل.

 

د طبي شورا رئیس ډاکټر ګل محمد عثماني، ډاکټر علي محمد کامران او ډاکټر فضل الرحمان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

 

 

دوی د طبي شورا د فعالیتونو او خدمت په برخه کې د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پاملرنې او همکارۍ مننه وکړه وې ویل، د ودانۍ نشتوالی او د پرسونل کمبود د دې شورا له جدي ستونزو څخه دي.

 

 

یادو ویناوالو د فعالیتونو د تنظیم او طبي شورا د اصولو برابرولو په برخه کې د عامې روغتیا او لوړو زدکړو وزارتونو او ازموینو ملي ادارې سره د ګډو ناستو او ملي سپوزیم د جوړولو غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل، طبي شورا د هیواد په کچه یو له مهمو ادارو څخه ده چې هیواد کې یې د روغتیایي او طبي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې اغیزمن فعالیتونه ترسره کړي دي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال بلخ ولایت کې د علماؤ، صنعتکارانو او پوهانو سره وکتل.

هغه زیاته کړه، په امارتي روغتونو کې اصلاحات، د ډاکټرانو او روغتونو د مسلکي ظرفیت لوړول او همداراز د خصوصي پوهنتونونو د کیفیت ښه والی او ارتقا ضروري امر دی چې په لنډه موده کې به ترسره شي.

Leave a reply