د ریاست الوزراء اداري مرستیال بلخ ولایت کې د علماؤ، صنعتکارانو او پوهانو سره وکتل.

0
165

د ریاست الوزراء اداري مرستیال بلخ ولایت کې د علماؤ، صنعتکارانو او پوهانو سره وکتل.

10 دسمبر 2022

 

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام، پرون مازدیګر په یوې غونډې کې د دې ولایت له علماوو او مشایخو، پوهانو، متنفذینو، سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.

 

وروسته، د بلخ د سوداګرو په استازیتوب حاجي قلندر رحیمي، د صنعتکارانو په استازیتوب حاجي رښتیا او د علماوو په استازیتوب شیخ محبوب الحق مخدومزاده خبرې وکړې او اسلامي امارت یې د هیواد د مسلمانو خلکو د ارمانونو پوره کولو لپاره لوی فرصت وباله او خپلې ستونزې یې د حنفي سره شریکې کړې.

مولوي حنفي هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د مسلمان ملت د همکاریو او بې درېغه هڅو په پایله کې راپورته شوی، هره شېبه د هیواد د ابادۍ او بیارغاونې په فکر کې دی او د قوش تیپې کرنیز کانال په څېر د افغانستان د اقتصاد میکانیزه کولو له لارې ارزښتناګ ګامونه اخلي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال تیره ورځ د فاریاب میمنې په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی مشورې او وړاندیزونه د قدر وړ وبلل او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو پلانونو کې به ورڅخه استفاده وشي او همداراز د شته ستونزو د حل لپاره به هم اغېزناګ ګامونه واخیستل شي.

Leave a reply