د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د ایران نوي سفیر کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې کړي.

0
181

د اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د ایران نوي سفیر کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې کړي.

26 دسمبر 2022

 

افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر خاص استازي او په کابل کې د ایران سفارت نوي سرپرست ښاغلي حسن کاظمي قُمي د یو پلاوي په مشري د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

 

په پیل کې سرپرست وزیر امیرخان متقي هغه ته د ښه راغلاست تر څنګ د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او بریالي ماموریت د ترسره کولو هیله يې څرګنده کړه.

 

نوموړي د مخکیني سفیر ښاغلي بهادر امینیان د فعال مأموریت ستاینه وکړه.

 

دغه راز د بهرنیو چارو وزیر دواړو هیوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو اړیکو، تګ راتګ او تجارت پر زیاتوالي خوښي وښوده.

 

ورپسې د ایران سفیر حسن قُمي د دواړو هیوادونو پر جغرافیايي ارزښت خبرې وکړې، د سیمه ایز او نړیوال تجارت د ایجاد لپاره یې د مناسبو فرصتونو یادونه وکړه، په زیربنايي او اقتصادي پروژو لکه معادن، انرژي، ریل پټلۍ او داسې نورو برخو کې یې پانګونې ته چمتووالی وښود.

 

په پای کې ښاغلي متقي په ایران کې د افغان زندانیانو د خلاصون او افغان مهاجرینو د بانکي حسابونو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه چې ښاغلي قُمي په دې اړه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

اړوند موضوعات

د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران مرستیال سفیر، دیپلوماتانو او د د دغه هیواد د رسینو مسؤلینو لیدلي.

 

مولوي متقي د ایران مخکیني سفیر ښاغلي بهادر امینیان ته په مخه ښه کتنه کي د نویو ماموریتونو او ژوند په چارو کې د بریالي توب هیله وکړه.

Leave a reply