د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران مرستیال سفیر، دیپلوماتانو او د د دغه هیواد د رسینو مسؤلینو لیدلي.

0
187

د بهرنیو چارو وزیر سره د ایران مرستیال سفیر، دیپلوماتانو او د د دغه هیواد د رسینو مسؤلینو لیدلي.

18 دسمبر 2022

 

نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران مرستیال سفیر ښاغلي حسین مرتضوي، ډیپلوماتانو او د ګڼو ایراني دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو او استازو وکتل.

 

د ناستې په پیل کې تر ښه راغلاست وروسته سرپرست وزیر مقتي د افغانستان اوسنی وضعیت او له نوي حکومت سره راغلي مثبت تحولات ورته تشریح کړل او د رسنیو له استازو یې وغوښتل چې د افغانستان واقعي انځور خپل ولس او نړۍ ته وړاندي کړي.

 

د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ افغانستان او ایران نه یوازي ګاوڼدي هیوادونه دي بلکې ګڼ دیني، مذهبي او کتلوري مشترکات سره لري، چي له دې فرصتونو نه په استفاده د دواړو هیوادونو په اقتصادي، ټرانیزیټي، زراعتي او ټولنیزو چارو کې ترې مثبته ګټه واخیستل شي.

 

ښاغلي وزیر زیاته کړه، لکه څرنګه چې افغانستان د اسیا د زړه حیثت لري نو دلته ثبات، امنیت او اقتصادي وده د ټولې سیمې په ګټه ده، هغه وروسته له لسیزو په افغانستان کې د ا.ا.ا. بشپړ حاکمیت د یوه مرکزي نظام په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې په ټول هیواد کي په یوه کلي هم بله داسي ډله چې مخالفه وي کنټرول نلري.

 

د ایران مرستیال سفیر ښاغلي حسین مرتضوي د خپلو خبرو په جریان کي په افغانستان کي اوسنی وضعیت مثبت یاد کړ او زیاته یې کړه چې د رسنیو د استازو راتګ دلته په همدې موخه وو تر څو حالت له نیژدې وګوري او په مطبوعاتي ډګر کي انعکاس ورکړي، مرستیال سفیر زیاته کړه هیواد یې غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ازبکستاني لوري سره د بریښنا په ستونزو خبرې کړي.

همداراز د ناستي په وروستۍ برخه کې د ایراني رسنیو استازو هم په خپل نوبت سره خبرې وکړې او په اتفاق سره یې دلته حالت ښه وباله او هوډ یې څرګند کړ چې د افغانستان اوسنی وضعیت به په حقیقي ډول انځور او په رسنیو کې مطرح کړي.

Leave a reply