د غزني اوسیدونکي په بازار کې د بې کیفیته درملو  له امله شکایت کوي

0
132

د غزني اوسیدونکي په بازار کې د بې کیفیته درملو  له امله شکایت کوي

په غزني کې د درملو  پلورونکي ذبيح الله عثماني د دغه ډول درملو د ټيټ کيفيت په اړه وويل: “د درملو د خراب کيفيت اصلي لامل له ګاونډيو هېوادونو څخه په خپل سر د درملو واردول دي. که زموږ او ستاسو درمل د صحي قانون پر بنسټ افغانستان ته وارد شي، هیڅ بې کیفیته درمل به افغانستان ته داخل نه شي.

(2022 / 12 / 18    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د بې کیفیته درملو له زیاتوالي شکایت کوي. دوی وايي چې دا ډول درمل د دوی پر ناروغانو ښه اغېز نه لري؛ مګر دا د دوی وضعیت خراب کړی دی.

د غزني اوسېدونکى زکريا وايي: “د پخوا په پرتله درملو خپل کيفيت ډېر له لاسه ورکړى او يو ناروغ ته هم کافي نتيجه نه ورکوي.”

د غزني يو بل اوسېدونکي فضل احمد وويل: “ما ته دغه ټابليټونه راکړل شوي، چې بې کيفيته دي.”

د غزني اوسېدونکي عبدالله وويل: “د دې پر ځاى چې دغه درمل ګټور وي، زيانونه يې ډېر دي.”

اړوند موضوعات:

کابل کې د آریانا طبي کمپلکس په درملتون کې زیات شمیر تاریخ تیر او بې کیفیته درمل ظبط او ونیول شول.

Leave a reply