کابل کې د آریانا طبي کمپلکس په درملتون کې زیات شمیر تاریخ تیر او بې کیفیته درمل ظبط او ونیول شول.

کابل کې د آریانا طبي کمپلکس په درملتون کې زیات شمیر تاریخ تیر او بې کیفیته درمل ظبط او ونیول شول.
6 اکتوبر 2022
د افغان دولت د خوړو او درملو ملي ادارې پخپله ټویټر نشر کړي چې د کابل آریانا طبي کمپلکس په درملتون کې په سلګونه کارتنه مختلف ډول تاریخ تیر درمل ضبط او ونیول شول.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د څارنې ټیم تیره شپه ناوخته د آریانا طبي کمپلکس درملتون کې په سلګونه بوتله شربت او سلګونه پاکټه مختلف ډول تابلیت، پيچکارۍ او ورته نور طبي محصولات، همدارنګه په سلګونه قلمه غیر قانوني درمل، چې په نورو هیوادونو کې د هغو استعمال بند ده، خو په آریانا طبي کمپلکس کې په عامو خلکو په لوړه بیه پلورل کیدل ونیول او ظبط یې کړل.

د دغه ادارې عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او د کیفیت رئیس ډاکټر ابراهیم شیرزاد پخپله د دغه طبي کمپلکس د څار لپاره تللي وه او له بشپړې څارنې وروسته یې تاریخ تیر او نور ناقانوني درمل ظبط کړل.
اړوند موضوعات
ا.ا د حکومت د خوراک او درملو ادارې په کابل کې د ۹ نورو درملتونونو د تړلو خبر ورکړی دی
یاده دې وي چې دغه ادارې په تیره میاشت کې د کابل په بیلابیلو ساحو کې زیات شمیر هغه درملتونه بند کړي چې بې کیفیته او تاریخ تیر درمل یې پلورل.






