ا.ا د حکومت د خوراک او درملو ادارې په کابل کې د ۹ نورو درملتونونو د تړلو خبر ورکړی دی 

0
87

ا.ا د حکومت د خوراک او درملو ادارې په کابل کې د ۹ نورو درملتونونو د تړلو خبر ورکړی دی 

دغې ادارې تر اوسه له ۹۰ ډېر درملتونونه تړلي دي. د ا.ا د حکومت د خوراک او درملو ملي اداره ټینګار کوي چې په هیڅ صورت به غیر قانوني درملتونونو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

 

(2022 / 9 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ا.ا د حکومت د خوراک او درملو ادارې په کابل کې د ۹ نورو درملتونونو د تړلو اعلان وکړ. دغې ادارې د یوې خبرپاڼې له مخې ویلي، چې دوی د کابل ښار په پنځمه، شپږمه او ۱۸مه ناحیو کې ۲۳ درملتونونه څارلي او ۹ درملتونونه یې تړلي دي.

دغه رياست وايي، پنځه هغه درملتونونه چې په غير قانوني ډول يې فعاليت کاوه او څلور نور هغه درملتونونه چې معیاري درملتونونه يې نه درلودل تړلي دي. په پلازمېنه کې لسګونه درملتونونه لا دمخه تړل شوي دي. د ا.ا د حکومت د خوراک او درملو اداره وايي، چې له ناقانونه درملتونونو څخه یې اته غیر قانوني درمل او ۲۳ ختم شوي درمل هم د څارنې ټیمونو له خوا راټول کړي دي.

دغې ادارې تر اوسه له ۹۰ ډېر درملتونونه تړلي دي. د ا.ا د حکومت د خوراک او درملو ملي اداره ټینګار کوي چې په هیڅ صورت به غیر قانوني درملتونونو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

Leave a reply