د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي: طالبان باید د نړیوالو غوښتنې ومني او ټولشموله حکومت اعلان کړي.

0
195

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي: طالبان باید د نړیوالو غوښتنې ومني او ټولشموله حکومت اعلان کړي.

6 اکتوبر 2022

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون وايي، چې اروپايي ټولنه صبر کولای شي خو د افغانستان د اوسني حکومت پر وړاندې د افغانانو او نړیوالې ټولنې حوصله مخ په کمیدو او د فرصت دروازې هم په تړل کیدو دي.

 

نېکلاسون کابل کې یوې خبري غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې طالبان باید د افغانانو، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او ټولشموله حکومت رامنځته کړي.

 

هغه همداراز ویلي چې د افغانستان ګاونډیان په دې هیواد کې د فعالو ترهگرو ډلو په اړه اندیښنه لري او وایي چې طالبانو لا قناعت نه دی ورکړی چې دغه ډلې به د دوی پر خلاف نه کاریږي.

اړوند موضوعات

هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد وکارول شي: ذبیح الله مجاهد

 

خو یاده دې وي چې افغان دولت پخپلو اعلامیو او لوړپوړو چارواکو یې پخپلو ویناوو کې بیا بیا څرګنده کړی چې دوی خپله خاوره هیڅکله د چا په ضد نه کاروي.

Leave a reply