هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد وکارول شي: ذبیح الله مجاهد

0
96

باغی ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلام امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ خبرې دوه ورځې وړاندې په کابل کې بشپړې شوې دي.

ذبيح الله مجاهد له جيو نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ خبرې دوه ورځې وړاندې بشپړې شوې او ښايي دا ځل خبرې يوې پايلې ته ورسېږي.

ذبیح الله مجاهد وايي، زمونږ دنده د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړیتوب دی، که خبرې ناکامې شي، هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.
د افغان طالبانو یوه ویاند زیاته کړې، چې پاکستاني طالبانو یو غیر معین اوربند اعلان کړی او دا چې دا اوربند به د یو لړ بریدونو مخه ونیسي.

Leave a reply