که د عمران خان مارچ اوږد وي او که لنډ، که دوی ګډوډي جوړوي نو د قانوني مطابق به دوی سره چلند وشی: د پي ډي ایم ویاند

0
203

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک غورځنګ (پي ډي ایم) مرکزي ویاند حافظ حمدالله ویلي دي چې د عمران خان لانګ مارچ لنډ دی که اوږد او که دوی چرې ګډوډي جوړه کړي نو دې سره به د قانون لاندې چلند وشی او دوی به ګډوډي او ناامني خپرولو ته پرې نه ږدو.

د لاهور په يونيورسټۍ كښې ميډيا سره خبرو كښې حافظ حمدالله ووئيل كه نواز شريف ګرفتار كولې شي نو د بهرنۍ فنډنګ٬ قاضي فيض عيسٰي كيس او د سيفران كېس ثابتېدو نه پس د عمران خان په نيولو كښې بیا څه خنډ دې؟
هغه وویل چې مونږ به یې د مچهه په زندان کې وساتو خو له خوړو پرته به دوی ته نور څه نه ورکوو ځکه چې مونږ هغه شیان نه لرو چې هغه ی غواړي.

هغه وويل که دوزيراعظم هاوس کې خبرې اترې غير محفوظې وي نو دملک سالميت ته خطره ده، بايد ودرول شي.

Leave a reply