سندهه کښې عدالت د نرښځي قاتل ته د عمر زنداني کیدو سزا اورولې ده

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ ختيځ د ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج عدالت د خواجه سرا شبانه عرف عيني د وژنې مقدمه اورولې ده.
عدالت ملزم عقيل بشير ته د عمر قيد سزا اورولې او د مقتول وارثانو ته د درې لاکه روپو معاوضې ورکولو حکم کړې دې۔
محکمې حکم کړی چې د جریمې د نه ورکولو په صورت کې به تورن کسان نور پنځه میاشتې په بند تېروي.
د څارنوالۍ په وينا، وژل شوى نرښځې د ټولنې فعال غړى وو، وژل شوى کس په چاقو وهل شوې او وژل شوى، مخ او د بدن نورې برخې يې هم په چړو وهلې دي، د تورنو کسانو پر ضد د فيروز اباد په امنيه قوماندانۍ کې مقدمه درج شوې وه.
دا خبره مهمه ده چې د خیبر پښتونخوا په صوبه کښې هم د نرښځیانو په ضد د تاوتریخوالي او ددوی د قتل کولو پیښې شوي دي، تردې دمه په پیښور،مردان او یو شمیر نورو سیمو کښې ګنړ شمیر کښې نرښځیان په نخښه شوي، دوی وژل شوي او ټپیان شوي دي.
…………………………..
نور خبرونه
د پي ټي آیی درخواست کوونکي دې حلف ورکړي چې د پارلېمان د بايکاټ کولو په اړه د ګوند پاليسي نه نه مني






