امریکا په ایران باندې د نوي بندیزونه اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د يو بهرني خبري اژانس له مخې امريکا د ايران په ضد د نوو بنديزونو اعلان کړی دی.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر او د مخابراتو پر وزیر د امریکا د خزانې وزارت له خوا بندیزونه لګول شوي دي.
د امریکا د خزانې وزارت لخوا په لګول شوو بندیزونو کې نور ایراني شخصیتونه هم شامل دي، بندیزونه د ایراني مظاهره چیانو د ځپلو په خاطر لګول شوي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د مالیې وزارت وايي، په بندیزونو کې د ښکېلو کسانو شتمنۍ به په امریکا کې کنګل کېږي او په بندیزونو کې ښکېل کسان به له امریکايي شرکتونو سره سوداګري نه شي کولی.
د بشري حقونو ډله وايي، په ایران کې د مظاهره چیانو په ضد کاروایی کې تر اوسه ۱۳۳ کسان وژل شوي دي.
نور خبرونه
سندهه کښې عدالت د نرښځي قاتل ته د عمر زنداني کیدو سزا اورولې ده
د پي ټي آیی درخواست کوونکي دې حلف ورکړي چې د پارلېمان د بايکاټ کولو په اړه د ګوند پاليسي نه نه مني





