امیرخان متقي وروستیو بریدونه ته په اشارې ویلي: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

0
111

امیرخان متقي وروستیو بریدونه ته په اشارې ویلي: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

25 دسمبر 2022

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت له لوري په هیواد کې د صنعت د ودې او سوداګرو ملاتړ په موخه د مالي جرایمو معافیت، د صنعت او تجارت ملاتړ تر عنوان لاندې غونډه نن ارګ کې ترسره شوه، چې ټولو حکومتي چارواکو پکې ویناوې وکړی.

 

یاده غونډه کې د هیواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د خپلو خبرو پر مهال وویل: سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

 

نوموړي وویل، اوس په هیواد کې سراسري امنیت تامین او ټول بندرونه د سوداګرو پرمخ پرانېستي دي.

 

نوموړي د نا امنیو یو شمېر پېښو ته په اشارې وویل، ټول نیول شوي کسان بهرنیان دي او په ګاونډیو هیوادونو یې غږ وکړ چې د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

 

ښاغلي متقي زیاته کړه: «په نړیوالو غږ کوو چې اوس افغانستان امن دی، سرحدونه یې خوندي دي، موږ له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو. د دې وطن مزاج درک کړئ، د فشار اپشنونه کار نه ورکوي. اسلامي امارت خپل مسوولیتونه ترسره کوي، خو نړۍ هم باید خپل مسوولیت وپېژني.»

اړوند موضوعات

د مالیې وزیر: د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه سوداګرو او خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرول زموږ لومړیتوب دی.

 

امیر خان متقي په ډیورنډ کرښه له پاکستان سره وروستیو شخړو ته په اشارې وویل، جنجال د هیچا په ګټه هم نه دی، موږ مرکزي اسیا ته لار درکړې، موږ ته به هم خپل حق راکوئ او له ډيپلوماتیکو لارو د ستونزو حل ته ژمن یوو.

حماد

Leave a reply