د ښځو د کار په اړه د ا.ا. وروستۍ پرېکړه پۀ کور دننه او دباندې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې 

0
109

د ښځو د کار په اړه د ا.ا. وروستۍ پرېکړه پۀ کور دننه او دباندې له توندو غبرګونونو سره مخ شوې 

د يادونې وړ ده، چې اروپايي ټولنې هم د ط.البانو دغه پرېکړه غندلې او دا يې د ښځو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

تېره ورځ د اقتصاد وزارت په یوه رسمي مکتوب کې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت مخه ونیوله او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار عملي نه شي، د دغو بنسټونو جوازونه به لغوه شي.

 

(2022 / 12 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار د بندولو په اړه د ط.البانو د سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړې د بشري حقونو د بنسټونو او د بهرنیو هېوادونو د استازو له پراخ غبرګون سره مخ شوې او له سرپرست حکومته د بېرته اخستلو غوښتنه شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر یا “یوناما” په یوه خبرپاڼه کې د ط.البانو دغه پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه له ط.الب چارواکو سره خبرې کوي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ښځو د کار د بندولو پریکړه د افغانستان لپاره ویجاړونکې بللې ده.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرانو او ناروې دغه عمل د اندېښنې وړ بللى او زياته کړې يې ده، چې دا په افغانستان کې د ښځو د ټولو حقونو د تر پښو لاندې کولو په مانا ده.

د يادونې وړ ده، چې اروپايي ټولنې هم د ط.البانو دغه پرېکړه غندلې او دا يې د ښځو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

اړوند موضوعات:

د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د طالبانو له خوا د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز د اندېښنې وړ پرېکړه بللې ده

تېره ورځ د اقتصاد وزارت په یوه رسمي مکتوب کې په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو د فعالیت مخه ونیوله او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار عملي نه شي، د دغو بنسټونو جوازونه به لغوه شي.

Leave a reply