د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د طالبانو له خوا د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز د اندېښنې وړ پرېکړه بللې ده

0
72

باغي ټي وي رپورټ
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د طالبانو له خوا د ښځو پر لوړو زده کړو بندیز د اندېښنې وړ پرېکړه بللې او د دې پرېکړې د بېرته اخیستلو غوښتنه یې کړې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان په یوه بیان کې د طالبانو د ادارې دا پریکړه مایوسه بللې او ویلي یې دي چې عمومي منشي او د افغانستان په چارو کې د هغه ځانګړي استازي په وار وار د طالبانو حکومت ته د دا ډول کړنو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د OIC له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عمومي منشي حسین ابراهیم طه په دې باور دی، چې په افغانستان کې تعلیم ته د ښځو د لاسرسي د خنډولو مسله به ونه دریږي او د طالبانو د حکومت شهرت ته به جدي زیان ورسوي.

د دوی په باور دا پرېکړه په اصل کې د افغان مېرمنو د لومړنیو حقونو لکه زده کړو، کار او ټولنیز عدالت ته د لاسرسي د مخنیوي یوه هڅه ده.په اعلامیه کې ویل شوي چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د ښکیلتیا پر پالیسي ولاړ دی، خو دغه پریکړه په کلکه غندي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې OIC پر طالبانو غږ کوي چې د ښځو پر زده کړو د بنديز لګولو پرېکړه دې ژر تر ژره بېرته واخلي، تر څو د خپلو ژمنو په اړه پر خپلو پرېکړو د خلکو باور پيدا کړي.

Leave a reply