د ازبکستان هیواد د بشري مرستو جوپه د افغانستان بلخ ولایت ته رارسیدلی.
د ازبکستان هیواد د بشري مرستو جوپه د افغانستان بلخ ولایت ته رارسیدلی.
24 دسمبر 2022
د افغانستان دوست ګاونډي هیواد ازبکستان د بشري مرستو یوه بله جوپه د افغانستان بلخ ولایت ته وسپارله چې له افغان اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل د ازبکستان له هېواد څخه د مننې ترڅنګ د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو او ښو تعاملاتو او د افغانستان د اسلامي امارت له بریا وروسته له افغان ولس سره د ازبکستان د دوامداره مرستو یادونه وکړه.
د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي، عصمت الله ایرګاشیف وویل: «دوی هڅه کوي چې له افغانستان سره د اصولو او ښو اړیکو پر بنسټ ښې اړیکې ټینګې کړي.
اړوند موضوعات
د څو ورځو په جریان کې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې څه باندې ۱۰ زرو اړمنو کورنیو سره مرستې شوي.
د بشري مرستو په لېږد کې ۴۸ ټنه اوړه، ۳۰.۴ ټنه بوره، ۴۸ ټنه غنم، ۲۲ ټنه پسته، ۱۰۸۰ کڅوړې د ۳۳۸ ګرامه غوښې، د ماشومانو او نارینه وو ۱۰۰۰ سیټونه ژمنۍ جامې، او ۱۰۰۰ سیټونه ژمني بوټان.
حماد