د څو ورځو په جریان کې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې څه باندې ۱۰ زرو اړمنو کورنیو سره مرستې شوي.

0
50

د څو ورځو په جریان کې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې څه باندې ۱۰ زرو اړمنو کورنیو سره مرستې شوي.

22 دسمبر 2022

 

په لغمان، نیمروز، ننګرهار، فراه، لوګر، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو له لوري پر ۱۰ زره ۲۰۱ کورنیو باندې نغدي او خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

 

د لغمان د کډوالو چارو د ریاست په همکارۍ د UNHCR موسسې په مالي ملاتړ او د WAW موسسې په تخنیکي همکارۍ د دولت شاه ولسوالۍ اړوند ۸۶ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۷۰۰ ډالره ورکړل شول.

 

د یو بل خبر له مخې؛ په نيمروز کې پر ۴۵۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته به ۵۰ کیلو اوړه او ۵۰ کیلو وریجې ورکړل شي.

 

په ورته وخت کې د ننګرهار په مرکز او خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د ډنمارک مهاجرت سازمان په مالي ملاتړ ۱۲۲ کورنیو سره د سرپنا جوړولو، په موخه په ۸ ګروپونو کې ۱ میلیون ۹۸۶ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.

 

او دغه راز په فراه د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري د دغه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې پر ۸۰۰ کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۲۴ کیلو ګرامه وریجې، ۱۰ کیلو ګرامه غوړي، ۸ کیلو ګرامه لوبیا، شین چای او نور خوراکي توکي شامل دي.

 

په همدې حال کې د لوګر په بره کې برک او ازرې ولسوالیو کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري پر ۵ زره ۲۵۰ کورنیو خوراکي توکې ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېتره غوړي، ۶ کیلو دال او یو پاکټ مالګه ورکړل شوه.

 

همدارنګه د جوزجان په آقچه ولسوالۍ کې له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو ګرامه بوره، ۱۰ لېتره غوړي او نور توکي ورکړل شول.

اړوند موضوعات

کډوالو چارو وزارت کاپیسا، هرات او پکتیکا کې نیږدې ۴۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې کړي.

ورته مهال پکتيا کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري پر ۳ زره ۴۹۳ کورنيو نغدي مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۴ زره ۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

Leave a reply