د نجونو او ښځو د زده کړو د ځنډولو په غبرګون، هرات، تخار او ننګرهار کې ښځو لاریونونه کړي.

0
88

د نجونو او ښځو د زده کړو د ځنډولو په غبرګون، هرات، تخار او ننګرهار کې ښځو لاریونونه کړي.

24 دسمبر 2022

وروسته له هغې چې د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې د انجونو پر لوړو زده کړو بندیز ولګیدلو، نو د کور دننه او بهر کې زیات غبرګونونه راوپاریدل او نن د هیواد په ځینو ولایتونو کې د ښځو له لورې لاریونونه شوي.

 

د راپورونو پر اساس هرات کې ځينو ښځو او نجونو، د ښځينه زده کړیالانو د زده کړو د دوام د مخنیوي په غبرګون کې لاریون وکړ.

 

معترضو ښځو د اسلامي امارت له خوا د نجونو د زده کړو د ځنډېدو پر پرېکړې نیوکه وکړه او وې ویل چې له زده کړو به لاس په سر نه شي.

دوی ویل «موږ یوازې خپل حق غواړو، ایا په اسلام کې راغلي چې موږ درس ونه وایوو زده کړې ونه کړو؟»

همدا راز د تخار مرکز کې هم انجونو او ښځینه زده کوونکو د اسلامي امارت د دغه پریکړې پر وړاندې لاریون کړی او له اسلامي امارت یې د خپل حق غوښتنه کړی.

اړوند موضوعات

کابل کې د جاپان سفارت د اسلامي امارت لخوا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل غندلي.

همدا راز د ننګرهار ولایت څخه د هم د ځینو انجونو او پوهنتون زده کوونکو ښځو لاریون ترسره کړی.

حماد

Leave a reply