کابل کې د جاپان سفارت د اسلامي امارت لخوا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل غندلي.

0
98

کابل کې د جاپان سفارت د اسلامي امارت لخوا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل غندلي.

22 دسمبر 2022

 

په کابل کې د جاپان سفارت وایي، د افغان نجونو پر مخ د ثانوي ښوونځیو د تړل کیدو وروسته اوس له لوړو زده کړو د نجونو محرومیدلو په اړه اندیښنه لري او پر افغان نجونو د محدودیتونو لا ډیریدل غندي.

 

جاپان زده کړو ته لاسرسی د ټولو افغانانو یو اساسي حق بولي او تعلیم یې د افغانستان د ښې راتلونکې او اقتصادي پرمختگ لپاره اړین گڼلی دی.

 

جاپان سفارت زیاتوي چې له نړیوالې ټولنې سره یوځای طالبان هڅوي څو ژر تر ژره نجونو ته د زده کړو لړۍ بیا پیل کړي.

اړوند موضوعات

قطر له ا.ا. غوښتي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو مې دې غور وکړي 

یاده دې وي چې نن سعودي عربستان، قطر، امریکا، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو د اسلامي امارت لخوا د انجونو پر وړاندې د لوړو زده کړو بندیز غندلی.

Leave a reply