قطر له ا.ا. غوښتي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو مې دې غور وکړي

قطر له ا.ا. غوښتي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو مې دې غور وکړي
په دې اعلامیه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ط.البانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د ښځو لپاره د تعلیم د زمینې په اړه د اسلام له اصولو سره سم په خپله پریکړه له سره کتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له شاوخوا يو نيم کال راهيسې د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې تړلي دي.
(2022 / 12 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
قطر د ا.ا. له حکومته غوښتي چې پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ د منع کولو په پرېکړه له سره غور وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۳۰مه) د ط.البانو د حکومت د هغې پرېکړې په اړه غبرګون وښود چې د افغانستان خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته د افغان ښځینه محصلینو د ورتګ مخه یې نیولې وه.
قطر په دې پرېکړه خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا اقدام به د افغانستان پر بشري حقونو، پرمختګ او اقتصاد ژور اغېز وکړي.
په دې اعلامیه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ط.البانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د ښځو لپاره د تعلیم د زمینې په اړه د اسلام له اصولو سره سم په خپله پریکړه له سره کتنه وکړي.
اړوند موضوعات:
د بشر حقونو نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان سرپرست حکومت څخه ورته ژمنتیا غوښتې ده
دا په داسې حال کې ده، چې له شاوخوا يو نيم کال راهيسې د نجونو ښوونځي تر شپږم ټولګي پورې تړلي دي.






