د امریکا ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې اندیښنه دې نکوي، امریکا د هغه ترڅنګ ولاړه ده.

د امریکا ولسمشر د اوکراین ولسمشر ته ډاډ ورکړ چې اندیښنه دې نکوي، امریکا د هغه ترڅنګ ولاړه ده.

22 دسمبر 2022

 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته ډاډ ورکړ چې انديښنه مکوه تر څو چې اوکراین خپل مقامت ته دوام ورکوي، موږ به د اوکراین تر څنګ دریدو ته دوام ورکړو.

 

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي او د امریکا ولسمشر بایډن په سپینه ماڼۍ کې له دوه اړخیزې ناستې وروسته ګډ خبري کنفرانس وکړ.

 

په دې کتنه کې بایډن وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د مهمو بنسټونو په نښه کولو سره جګړه نوره هم زیاته کړې ده.

 

بایډن وویل چې د اوکراین خلکو روسیې او نړۍ ته له خپل هیواد سره خپله مینه او د جګړې په ترڅ کې چې له څه باندې ۳۰۰ ورځو راهیسې دوام لري خپل ثابت عزم څرګند کړ.

 

بایډن له اوکراین سره د امریکا د مرستو د لنډیز په ترڅ کې یادونه وکړه چې هېواد به یې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

بایډن، زیلینسکي ته مخ شو او وویل چې “ښاغلی ولسمشر، تاسو اندیښنه مکوۍ ، تر څو چې اوکراین خپل مقامت ته دوام ورکوي، موږ به د اوکراین تر څنګ ودریږو.” زیلینسکي وویل چې “د جګړې په وروستیو دېرشو ورځو کې، موږ له امریکا سره په خپلو اړیکو کې یو نوي پړاو ته داخل شوي یو او موږ رښتیني متحدان شو.”

اړوند موضوعات

مذاکرات مستقیم جدی با زیلینسکی، خواست آلمان و فرانسه از پوتین

زیلینسکي له اوکراین څخه د بایډن د ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د پټریوټ هوايي دفاعي سیستم د دوی لپاره خورا مهم دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载