د پاکستان سترې محکمې د یو میرمنې د خلع اخستو پر اساس د جلا کېدو په اړه د پېښور های کورټ پرېکړه لغوه کړه

0
166

باغي ټي وي رپورټ

اسلام اباد: سترې محکمې د یوې میرمنې د خلع اخستو پر اساس د جلا کېدو په اړه د پېښور های کورټ پرېکړه لغوه کړه.
د سپريم کورټ د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ درې کسيزه بينچ د پيښور هائي کورټ د هغې فيصلې په ضد د درخواست اورېدنه وکړه چې د جسټس محمد علي مظهر لخوا ليکل شوې وه.
د کورنۍ محکمې مېرمنې ته د روحي شکنجې او ظلم له امله د نکاح د فسخ کولو امر کړی، په داسې حال کې چې مېړه ته یې د لور د نفلو او میاشتني لګښت د ورکولو امر کړی دی.
د پېښور های کورټ د کورنۍ محکمې پرېکړه لغوه کړه او د طلاق پر اساس یې د واده د لغوه کېدو امر وکړ او مېرمنې ته یې هم د طلاق له امله د خپل مېړه د ۵ تولو سره زر د ورکولو امر وکړ.
د درخواست کونکي په اپيل باندې عدالت د پيښور هائي کورټ فيصله کالعدم ګرځولې او د فاميل کورټ فيصله ئي بحال کړې ده۔

Leave a reply