د دفاع سرپرست وزیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره د نجونو د زده کړو د پیل په اړه کتلي دي

د دفاع سرپرست وزیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره د نجونو د زده کړو د پیل په اړه کتلي دي
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډېر ژر به ملا يعقوب مجاهد او سراج الدين حقاني له يو شمېر ديني عالمانو سره د ط.البانو مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د لیدنې لپاره کندهار ته ولاړ شي او د دې ستونزې د حل په اړه به ورسره خبرې وکړي. دا لیدنه تېه ورځ د جمعې د قوس په ۲مه ترسره شوه.
(2022 / 12 / 3 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
ځینو حکومتي سرچینو رسنیو ته تایید کړې، چې د ا.ا. د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د ښځو او نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
وروسته له هغې چې په هېواد کې پوهنتونونو او ښوونځيو ته د نجونو او ښځو د منع کولو موضوع ګرمه شوه، دغو دوو ط.الب چارواکو پرېکړه کړې چې کار وکړي او دې ستونزې ته د حل لاره ومومي.
اړوند موضوعات:
د اسلامي همکاریو سازمان تازه ویلي چې اسلامي امارت دې د نجونو زده کړو د بندیز پر پرېکړه بیا غور وکړي.