د اسلامي همکاریو سازمان تازه ویلي چې اسلامي امارت دې د نجونو زده کړو د بندیز پر پرېکړه بیا غور وکړي.

0
87

د اسلامي همکاریو سازمان تازه ویلي چې اسلامي امارت دې د نجونو زده کړو د بندیز پر پرېکړه بیا غور وکړي.

21 دسمبر 2022

 

د اسلامي همکاریو سازمان په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو ځنډولو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې او دا کار یې غندلی دی.

 

دغه سازمان د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي چې په دې اړه پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.

 

د اسلامي همکاریو سازمان پر خپل ټوېټر لیکلي، « په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د نامحدود وخت لپاره د اوسنۍ ادارې د پرېکړې په تعقیب د پوهنتونونو تړل کېدو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سرمنشي حسین ابراهیم طه خپله ژوره اندېښنه ښودلې او دا اندېښمنوونکې پرېکړه یې غندلې ده.»

 

دغه سازمان ویلي، د افغانستان پوهنتونونو ته د نجونو د تګ ځنډولو په اړه طه پر دې باور دی چې د حکومت اعتبار ته به په اوږد مهال کې د جدي کمزوري کولو پایله وګرځي، کټ مټ لکه افغان ښځې او نجونې چې د خپل تعلیم، کار او ټولنیز عدالت له اساسي حقونو بې برخې کېږي.

اړوند موضوعات

 

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو لخوا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو تړلو خواشیني ښودلې.

دغه سازمان ویلي، دوی له اوسنۍ ادارې سره د خپلې همکارۍ سیاست ته ژمن دی خو دا پرېکړه غندي او د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د خپلو ژمنو او واقعي پرېکړو ترمنځ د ثبات ساتلو لپاره دا پرېکړه بېرته واخلي.

Leave a reply