افغاني سرې میاشتې هرات کې له راټولو شویو سوالګرو سره میاشتنۍ نغدي مرسته پیل کړه.
23 دسمبر 2022
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي پلازمېنه کابل کې سوالګرو سره د پرلپسې نغدي مرستې د ویش له بهیر وروسته هرات ولایت کې دافغاني سرې میاشتې له لوري د ۴۰۰ تثبیت شویو سوالګرو کورنیو له جملې ۱۳۰ سوالګرو کورنیو ته د میاشتنۍ نغدي مرستې، ورکړه پیل کړه.
یاده پیل شوې پرلپسې میاشتنۍ مرسته کې د سوالګرو د کورنۍ هر وګړي ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
افغاني سرې میاشتې په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې د کابل له ښاره د راټولو شویو سوالګرو د – کورنیو له ۲۰۸۲ غړو سره ۴۱۶۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې، چې دا لړۍ لا هم روانه ده.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د سمنګان ولایت د وزلوبې لوبغاړو سره وکتل.
تر دمګړۍ افغاني سرې میاشتې کابل کې د سوالګرو ۳۶۷ کورنۍ تثبیت او ثبت کړي، چې د دوی د کورنۍ هر غړي ته هره میاشت پرلپسې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي.










Leave a Reply