د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د سمنګان ولایت د وزلوبې لوبغاړو سره وکتل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د سمنګان ولایت د وزلوبې لوبغاړو سره وکتل.
22 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د سمنګان ولایت د وزلوبې لوبغاړو سره وکتل.
په دې کتنه کې، دغو لوبغاړو په ياد ولايت کې د وزلوبې څلورم ليګ پایته رسېدو په اړه معلومات وړاندې ورکړل وې ويل، د امنيتي وضعيت ښه کېدو له وجې سږ له ولايتونو ګڼ مينه وال له نږدې د لوبې لیدو ته راغلي وو.
دوی همداراز لوبغاړو او د لوبو ليدونکو ته د ښه فرصت برابرولو له امله له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او خپل وړانديزونه يې شريک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دوی هڅې او لاسته راوړنې وستایلې زیاته یې کړه، اسلامي امارت ستاسې او تاسې د اسلامي امارت یاست. هر افغان باید د یووالي، ابادۍ او سوکالۍ لپاره مټې راونغاړي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال نن ورځ د اهل تشیع د عالي کمیسیون له رهبري پلاوي سره وکتل.
مولوي صاحب عبدالکبیر د خپلو خبرو پای کې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په راتلونکې کې هم د ورزش او لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکړي او د ستونزو حل ته يې ژمنتيا لري.





