بغلان، فاریاب او خوست ولایتونو کې د اسلامي امارت له لورې د علماؤ شوراوې جوړې شوي.
بغلان، فاریاب او خوست ولایتونو کې د اسلامي امارت له لورې د علماؤ شوراوې جوړې شوي.
22 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لورې د خوست، فاریاب او بغلان ولایتونو د علماؤ شوراوې جوړې شوي.
خبر زیاتوي : د اسلامی نظام د لا استحکام او د امورو د ښه تنظیم او پرمختګ له پاره له دیني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعی امر دی، بناء به خوست، فاریاب او بغلان ولایتونو کی د حکومتی چارو د لا ښه تنظیم به موخه د اسلامي امارت د مشرتاله د فرمان پر اساس لاندي علماء کرام او متنفذين د یادو ولایتونو علماوو شوراوو د مسئولینو او اعضاوو به توګه وتاكل شول.
د خوست د علماؤ د شوری لپاره مولوي انور حسین د رئيس په توګه او شیخ مولوي عبد الرحمان د شوری د مرستیال په توګه او نور یو څو غړي د اعضاؤ په توګه ټاکل شوي.
همدا راز د فاریاب علماؤ شوری لپاره شیخ مولوي حیات الله حلیم د رئیس او مفتي محمد حسن د مرستیال په توګه او نور اعضاء ټاکل شوي.
اړوند موضوعات
د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې د تخار ولایت د علماؤ شورا تشکیل ترتیب او په کار یې پیل وکړ.
په ورته وخت کې د بغلان د علماؤ شوری لپاره شیخ مولوي کمال الدین د رئیس او شیخ مولوي عبدالحی د مرستیال په توګه او نور اعضاء ټاکل شوي.