ګورنر پنجاب د پنجاب وزیراعلی د څوکۍ لرې کړې، په مراسله کښې ویل شوي چې وزيراعلي ته د اسمبلي د اکثريت غړو اعتماد حاصل نه دے او د دغه نوټيفيکيشن نه پس د پنجاب کابينه ختمه شوي ده۔

0
164

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پروېز الهي له دندې ګوښه کړل شوی دی.

د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي ته ډي نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔
نوټيفيکيشن کښي وئيلي شوي دي چي وزيراعلي ته د اسمبلي د اکثريت غړو اعتماد حاصل نه دے او د دغه نوټيفيکيشن نه پس د پنجاب کابينه ختمه شوي ده۔

د اعلامیې له مخې پرویز الهي به د ولسي جرګې د نوي مشر تر ټاکلو پورې په دغه پوسټ کار کوي.

ياده دي وي چي د پنجاب ګورنر د وزيراعلي نه د اعتماد ووټ اخستلو غوښتنه کړي وه ولي پرويز الهي په ټاکلي ورځ او وخت د اعتماد ووټ اخستلو نه ډډه کړي وه۔

Leave a reply