د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي که طالبان د انجونو د زده کړو د بندیز پریکړه بیرته وانخلي نو لوړه بیه به پرې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي که طالبان د انجونو د زده کړو د بندیز پریکړه بیرته وانخلي نو لوړه بیه به پرې کړي.
23 دسمبر 2022
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنیکین په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو بندیز په اړه ویلي چې امریکا له ډیر شمیر نورو هیوادونو سره په تماس کې ده او که طالبان په دې تړاو خپله پریکړه بیرته وانخلي نو دوی به یې لوړه بیه ورکړي.
انتوني بلنیکین ویلي چې دې پریکړې سره که د افغانستان چارواکي هر برخه کې له نړۍ او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ښه کیدل غواړي، هغه څه چې دوی غواړي او ضرورت هم ورته لري ناممکن کیږي.
اړوند موضوعات
کابل کې د جاپان سفارت د اسلامي امارت لخوا د انجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل غندلي.
یاده دې وي چې د اسلامي امارت له لورې د انجونو پر لوړو زده کړو د بندیز وروسته د نړۍ بیلابیلو هیوادونو غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي چې طالبان باید یاده پریکړه بیرته واخلي.






