سعودي عربستان او جاپان د افغان نجونو پر لوړو زده کړو د بندیز لګېدل غندلي دي

له بلې خوا په افغانستان کې د جاپان سفارت د ط.البانو دغه پریکړه غندلې او ویلي یې دي: په داسې حال کې چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو هڅې روانې دي، پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ د بندیز خبر د ژورې اندیښنې وړ دی.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې جاپان به د نړیوالې ټولنې په همغږۍ د نجونو د زده کړو د بیا پیلولو هڅې وکړي.
(2022 / 12 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
سعودي عربستان اعلان کړی، چې چارواکي یې د ط.البانو د لوړو زده کړو وزارت د نجونو د زده کړو د ځنډولو وروستۍ پرېکړې “حیرانه” کړي او د کابل له “واکمنانو” یې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
له بلې خوا په افغانستان کې د جاپان سفارت د ط.البانو دغه پریکړه غندلې او ویلي یې دي: په داسې حال کې چې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو هڅې روانې دي، پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ د بندیز خبر د ژورې اندیښنې وړ دی.
اړوند موضوعات:
د اسلامي همکاریو سازمان تازه ویلي چې اسلامي امارت دې د نجونو زده کړو د بندیز پر پرېکړه بیا غور وکړي.