د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي: تر اوسه یې د کابل ښار بیلابیلو سیمو څخه 19827 سوالګر راټول کړي دي.

0
189

د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي: تر اوسه یې د کابل ښار بیلابیلو سیمو څخه 19827 سوالګر راټول کړي دي.

20 دسمبر 2022

 

د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د قوس میاشتې تر 28مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 19827سوالګر راټول شوي دي.

د راټولو شویو سوالګرو له جملې 11285 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 4730مستحقې او 6555بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

1812 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 684 مستحق ګڼل شوي او 1128 بیا حرفوي سوالګر دي.

په راټولو شویو 19827سوالګرو کې 6730 ماشومان دي، چې له ډلې یې 2737 مستحق، 3931 حرفوي او 62بیا بې سرپرسته ماشومان دي.

 

بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي.

اړوند موضوعات

د سوالګرو راټولولو کمیټه وایي د قوس تر ۱۲مې نیټې یې د کابل ښار څخه ۱۹۰۷۲ سوالګر راټول کړي.

له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.

Leave a reply