افغان او پاکستاني مشران: پر ډیورنډ کرښه تاوتریخوالی او جګړه د دواړو لورو پر زیان ده.

0
183

افغان او پاکستاني مشران: پر ډیورنډ کرښه تاوتریخوالی او جګړه د دواړو لورو پر زیان ده.

20 دسمبر 2022

 

د پاکستاني علماوو او سوداګرو یو پلاوی کندهار ته راغلی وو او د دغه ولايت له چارواکو سره يې د سپین بولدک- چمن پر شخړې خبرې کړې دي.

 

دغه پلاوي چې ۱۶ کسه ملایان قومي مشران او سوداګر په کې شامل وو، ويلي، چې د تاوتریخوالي پېښې او نښتې د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکو او سوداګرو پر زيان دي او باید د تکرار مخنيوی يي وشي.

 

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید ویلي، د دغه ولایت د والي د مرستیال حيات الله مبارک په مشرۍ ګڼو چارواکو تېره ورځ ناوخته په سپن بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني علماوو او سوداګرو له راغلي پلاوي سره خبرې کړې دي.

 

هغه زياته کړه، په غونډه کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د تاوتریخوالي او نښتو پر وروستيو پېښو هر اړخيز بحث وشو.

اړوند موضوعات

د افغانستان اسلامي امارت او چمن سیمي علماوو، قومي سپین‌ ږیرو او سوداګرو ترمنځ ناسته وشوه.

 

د هغه په وینا د پاکستاني علماوو او سوداګرو غوښتنه دا وه چې پر ډیورنډ کرښه هېڅ کله تاوتریخوالی او جګړه رامنځته نه شي، ځکه هلته ټول خلک مسلمانان یو قوم او يو ټبر دي.

Leave a reply