د افغانستان اسلامي امارت او چمن سیمي علماوو، قومي سپین ږیرو او سوداګرو ترمنځ ناسته وشوه.

د افغانستان اسلامي امارت او چمن سیمي علماوو، قومي سپین ږیرو او سوداګرو ترمنځ ناسته وشوه.
20 دسمبر 2022
تیره ورځ ناوخته د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان هیواد د چمن د سیمي له یوشمېر علماوو کرامو، قومي سپينږیرو او ځیني سوداګرو یوه غونډه درلوده، چې غونډه کې د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ پر فرضي کرښه د وروستیو تاوتریخوالو په اړه هراړخیزه بحث او خبري وشوې.
د غونډې په پيل کې د پاکستان څخه راغلیو علماوو، قومي سپینږیرو او سوداګرو خبري وکړې. دوی وویل، چې د سپین بولدک او چمن پر فرضي کرښه کله ـ کله تاوتریخوالۍ رامنځ ته کیږي او دواړه اړخونو ته یو مسلمان ملت او یو قوم او یو ټبر پروت دئ، چي باید موږ ئې د همدې ناستو په مټ ددې ډول جګړو مخنیوی وکړو.
د افغانستان اسلامي امارت له لوري ورغلي پلاوي وویل، همېشه موږ دا غواړو، چي دواړه اړخونه مسلمان ملت او ټبر داسي ژوند وکړي، لکه وروڼه؛ چي نه بېلیدونکي اړیکي سره لري،موږ همېشه د خبرو د لاري د مشکل د حل غوښتونکي یو، زموږ ځواکونو د خاوري څخه ددفاع په خاطر اقدامات کړي.
اړوند موضوعات
پر سپین بولدک د تېرې ورځې تر جګړې وروسته پاکستاني لوري افغان لوري ته شکایت کړی
د پاکستان څخه راغلیو علماوو، قومي سپینږیرو او سوداګرو وویل، چي موږ به دغه خبره د خپل حکومت سره په جدیت شریکه کړو او د افغانستان اسلامي امارت پلاوي دوی ته پوره ډاډ ورکړ، چي هیڅکله به زموږ له طرفه د جګړې د پیل موضوعات نه شي پیښ.






