سالنګ کې اورلګېدنه؛ د احصایې او معلوماتو د ادارې یوغړی او کورنۍ یې هم پکښې وژل شوي

0
88

سالنګ کې اورلګېدنه؛ د احصایې او معلوماتو د ادارې یوغړی او کورنۍ یې هم پکښې وژل شوي 

سرچینه زیاتوي، چې د دې اور د دوام لامل د ډبرو سکرو او تېلو څخه د ډکو لسګونه موټرو سوځېدل دي. د سالنګ لاره د افغانستان په شمال کې د هندوکش د غرونو په سر کې پرته ده چې ۲.۷ کیلومتره اوږدوالی لري. دغه دره د هېواد له غرنۍ لويو لارو څخه ده، چې تر دې وړاندې هم د ورته پېښو شاهده وه.

(2022 / 12 / 20    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ادارې چارواکو اعلان کړی، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکزونو د همغږۍ مشر محمد حنیف ناشر او د هغه دوه ماشومان هم د دغې پېښې په قربانیانو کې شامل دي.

دغې ادارې تېره ورځ دوشنبه د قوس په ۲۸مه د محمد حنیف کورنۍ ته د تسلیت پیغام خپور کړ. دا اورلګېدنه د شنبې په ورځ مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د سالنګ تونل کې د تېلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله پیل شوه او تر ۲۰ ساعتونو یې دوام وکړ.

د عامې روغتیا وزارت چارواکو اعلان کړی، چې په دې اور لګېدنه کې ۳۱ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند حمیدالله مصباح خبریالانو ته وویل، د سالنګ لویه لار اوس مهال د ترافیکو پر مخ تړل شوې او د خلاصولو هڅې یې روانې دي.

د سالنګ ولسوالۍ سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دې اور لګېدنه کې ۶۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې بیا ادعا کوي چې تر اوسه عملیاتي ټیمونه د تونل دننه د مړو په ایستلو کې بریالي شوي نه دي.

د دوی په وینا، لوګی او د ګاز لیګېدا د جسدونو د ایستلو مخه نیسي.

اړوند موضوعات:

د سالنګونو تونل کې د اورلګیدنې له امله شهیدانو او ټپیانو سره اسلامي امارت ژوره خواشیني ښودلې.

Leave a reply