د افغانستان اقتصادي کمېسیون ویلي هغه بندونه دې په ګوته شي، چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

0
128

د افغانستان اقتصادي کمېسیون ویلي هغه بندونه دې په ګوته شي، چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

19 دسمبر 2022

 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

 

په یاده غونډه کې د کمال خان بند اړوند د کانالونو پاتې چارې به د ملي پراختیا شرکت له خوا د شوي قرارداد له مخې بشپړېږي او د بند پاتې چارو له تکمیلېدو وروسته به د ځمکو د وېش په اړه پرېکړه کېږي.

 

همدارنګه په هېواد کې د ذخیروي بندونو د تخریب او ماتېدلو د مخنیوي، ساتنې او پاملرنې په پار پرېکړه وشوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت دې له مالیې وزارت سره په ګډه کار وکړي او هغه بندونه دې په ګوته کړي چې بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري او بیا دې د ملي بودیجې له لارې د دې بندونو د بیارغونې، ساتنې او څارنې لپاره موضوع د وروستۍ پرېکړې په پار اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

اړوند موضوعات

د اسلامي امارت کابینې پریکړه کړې چې د جهادي ارزښتونو د ساتنې لپاره برابره شوې کړنلاره وڅېړل شي.

 

همدارنګه د هلمند د زمینداور کانال پروژې په اړه خبرې وشوې، پرېکړه وشوه، چې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په همغږۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، ملي پراختیا شرکت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې د زمینداور کانال په اړه یو ځل بیا څېړنې ترسره کړي او هلته دې د اوبو د زېرمو په پام کې نیولو سره د پروژې د امکان سنجۍ او قېمت ټاکنې په ګډون ترسره شویو مطالعاتو ته له سره کتنه وکړي او د خپلو موندنو راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

Leave a reply