ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د سخت ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې

0
165

اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي، د دې لپاره چې په زیانمنو حالاتو کې د پناه غوښتونکو خوندیتوب وساتل شي او باور ایجاد شي، نو د پناه غوښتونکو حقونو ته باید درناوی وشي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان څانګې بیا د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت د عکسونو د یوه نندارتون له خبر سره لیکلي، هر کال افغانان د شخړو، طبیعي آفتونو، اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دي.

(2022 / 12 / 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د سخت ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې. اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، زرګونه افغان پناه غوښتونکي د خوندیتوب او ښه ژوند په لټه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې سخت ژوند تېروي.
اوچا په یوه ټویټ کې لیکلي، د دې لپاره چې په زیانمنو حالاتو کې د پناه غوښتونکو خوندیتوب وساتل شي او باور ایجاد شي، نو د پناه غوښتونکو حقونو ته باید درناوی وشي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان څانګې بیا د پناه غوښتونکو نړیوالې ورځې په مناسبت د عکسونو د یوه نندارتون له خبر سره لیکلي، هر کال افغانان د شخړو، طبیعي آفتونو، اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دي.

اړوند موضوعات:

د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ۷۲ زره ټنه خوراکي موادو د زېرمه کولو خبر ورکړی   

نړۍ کې په غوڅ اکثریت ډېری افغانان د ګډوالۍ او مهاجرت ژوند تېروي.

Leave a reply