د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ۷۲ زره ټنه خوراکي موادو د زېرمه کولو خبر ورکړی

د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ۷۲ زره ټنه خوراکي موادو د زېرمه کولو خبر ورکړی
باید یادونه وشي چې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي مفتش او د خوړو نړیوال پروګرام د ارزونې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي د لوږې له جدي ګواښ سره مخ دي چې له دې ډلې شاوخوا شپږ میلیونه یې د بېړنیو مرتسو له سختو اړتیاوو سره مخ دي.
(2022 / 11 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په سړو سیمو کې د ۷۲ زره ټنه خوراکي توکو د زېرمه کولو اعلان وکړ، څو په راتلونکي ژمي کې د لوږې د کړکېچ د لا زیاتېدو مخه ونیول شي.
دې پروګرام په لیرې پرتو سیمو کې چې له اورښتونو وروسته نشي لیږدولی، 72000 مټریک ټنه خوراکي توکي لیږدولي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې په پام کې لري د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د ۱۵ میلیونو اړمنو خلکو لپاره ۱۰۰ زره ټنه خوراکي توکي ذخیره کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، دوی ۱.۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري چې د اړتیا وړ خوراکي توکي ذخیره کړي او په راتلونکي ژمي کې یې وویشي.
اړوند موضوعات:
د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان کې د مرستو لپاره د مالی کمښت خبر ورکړی